Banner

څڼېور شهيد

23.10.2007 20:37             داهديره دشهيدانو هديره باندې مشهوره وه. له لرې لرې به خلک راتلل اود قبرونوسر ته په ولاړو لکړو به ېې دعقيدت دسمالونه تړل. هغې ښځې چې اولاد به ېې نه درلود، تشې ځانګو ګانې به ېې راوړې، په  زيارت کې به واچولې اوز نګولې به ېې. داسې به ېې انګېرله چې ګني په داسې کولو سره خدای پاک ددې شهيدانو په برکت دوی خالي ځولۍ نه ليږي. ځينو ښځو به دخپل ناوړه دستور له مخې له قبرونوڅخه طوافونه کول، دعاګانې به ېې له زيارت څخه غوښتلې ( اې زيارته ته مې لمن زرغونه کړې، ته مې فلانکی مراد پوره کړې او.....) ځينو به بيا د زيارت تيږې دبرکت اوسالم صحت  لرلو لپاره په خپلوماشومانوموښلې، مالګې به ېې پرې څټلې اودشکرانې لپاره به ېې يوڅو ماتې روپۍ ديوې تيږې لاندې په قبر باندې له پاسه کېښودې.
            په دې هديره کې دڅڼيور شهيد قبر بيا په ټولو کې معلوم و. څه مهال چې روسي قواوې افغانستان ته راغلې، نوموړي د روسانو خلاف جهادي مقاومت پيل کړ. خدای پاک ډېرې بر ياوې ورپه برخه کړې. څڼېور دتوپ، هوان او نورو درنو اسلحو يوماهر استادو. په دې ترڅ کې ېې ډېر روسان دجهنم ابدي کندې ته ورسول.
         يوه ورځ ډېره قوي قوه راغله، څڼېور سره له خپلو مجاهدو ملګرو ډېر مقاومت وکړ، هغوی ته ېې ډېر مالي اوځاني تلفات ورواړول، خو بالاخر دهغوی دهوايي اولوتکو د بمباري په نتيجه کې څڼېور سره له پېنځو ملګرو شهيدان کړل. دوی ېې ټول په همدې يعنې دشهيدانو په هديره کې خاورو ته وسپارل.
        يو وخت روسي قواوو غوښتل، چې له دې هديرې څخه پورې غره ته چې دوی په کې سمڅې اوګارې جوړې کړې وې، سرک تېر کړي. ددوی دسرک نقشه دشهيدانو په هديره هم راغله. څه مهال چې سرک هديرې ته راورسېد، دلرې لرې سيمو خلکو دوی ته عذروکړ چې له هديرې څخه سرک چپ کړي. داچې ددوی سرمشري يوې سلا کارې روسۍ کوله، ددی غوښتنه ېې ونه منله اوددې سلاکارې روسۍ امرقاطع و. دوی به چې کوم ځای سرک تېرول غوښتل، همغه سيمه به ېې يوځل ښه له ماينونو څخه پاکه کړه، دنقشې په ډول به ېې يوځل ټانک په همغه سيمه  تېر کړ. داچې دڅڼېور شهيد قبر دهديرې په سرکې و، ټانک تر دغه ځايه راورسېد، دخدای کارونه و، ټانک چلوونکي، چې هر څومره زوروواهه؛ خوټانک به حرکت نه کاوو. ټانک چلوونکي نورو چاروکيو ته خبر ورکړ. بالاخره روسۍ سرمشرې ته داکيسه ورسېده. هغه ډېره وقهرېده اوزياته ېې کړه:
   هرومرو بايد سرک همداسې تېر شي.
     داځل ېې يوبل ټانکيس راوغوښت، هغه هم چې هرڅومره وس وکړ، ټانک ېې پر قبر تېر نکړ. بالاخره خپله ټانک ته کېناستله، دلرې نه ېې تېز پرې راخوشی کړ. داځل دټانک ځنځيرونه ټوټه ټوټه پرېوتل. دڅڼېور شهيد دقبر څنډه ېې ووهله. دقبر له سره تبۍ( پلنه تيګه) لرې کړای شوه. روسۍ سرمشره له هيبته په ټانک کې شله کېناسته اوعسکر هم اريان دريان پاتې شول. دعسکرو له ډلې نه يو عسکر راغی اودټانک ځنځيرونو ته ځيرشو، ناڅاپه ېې سترګې په سوري قبر کې په شهيد ولګېدې، څڼېور شهيد همغسې روغ سلامت اېښی و. په مهينو برېتونو، تک سپين ځليدونکي مخ، چې دغوږ په بېخ کې ېې څوڅاڅکي وينه هم ولاړه وه او په ګوړ ګوتيوڅڼو ېې ميده ميده خاورې ورتوېېدې. عسکر چې دامنظره وليده، يوه چيغه ېې له خولې ووته او بيا ېې نورو عسکرو ته ورنارې کړې.
وزیروال 25.08.2009 06:32

زرمتې صیب دا شک مه ګڼه الله ج په خپل پاک کتاب قرانکریم کی فرمایلې دې ولا تقولو لمن یقتل فی سبی الله اموات بل احیاؤ ولاکن لا تشعرون الایه تا سو هغو ته مړه مه وایۍ هغه څوک چه په لار دخداۍ کی شهید شوی یې هغه ژوندې دې لیکن تاسو نه پوهیږۍ او بیا هغه شهید چه د سرو کفارو سره په مخامخ جنګ کی شهید شوی یې لوړه درجه لرې اوتاسو وایۍ چه چا لیدلی زه وایم ما لیدلی ده سره طان میاشت وه زمونږ نه یو ملګری شهید شو او دجنګ په ځایۍ کی رانه پاتی شو دری ورځو نه وروسته مونږ وتوانیدو تر څو ده هغه جسد ترلا سه کړو په هغه سره ګرمۍ کی دری ورځی په ځمکه لمر ته پروت تازه وینه تری روانه اولکه په خوب ویده خاص خوشبیو ی تری تله تر نن ورځی هغه زړه راښکونکی بوې بیا ما چرته احساس نه کړو او پاتی ستاسو روحانې صیب هغه کیداۍ شې پخوا د انګریزانوخخ شوې زاړه اسعار په هغه قبر کی وې ه نن پری د روحانی صیب زیارت جوړ دی ځکه دا سی ډیر ځایونه په افغانستان کی شتون لرې که کولای شی یو ځل دا زیارت اګوره کیداۍ شې خداۍ ج د ی مال داره کړې خو ګوره زما برخه ٠٠٠٠٠

سيد محمد زرمتې 09.08.2009 13:35

دڅڼيور په هکله٠<br />درنه٠ د څڼيور په هکله مي ستا ليکنه ولوستله،په زړه پوری وه٠<br />ليږ څه خندا هم راغله٠زماپوښتنه له تا څخه داده،تا دغه چی تا پری ليکنه کړيوه،پخپلو سترګو وليدل؟ دوهمه پوښتنه داده چي څڼيورصاحب او س هم هلته خښده،او که روسانؤ دده کبر بل ځاې ياکوم سيند ته وغورځاوه؟زما په اند تر ځوانی پوری تا دزړو ښځو نکلونو ته غوږ نيولې وه٠دستا تر کيسي پوری زما يوه کيسه را په زړه شوه٠زموږ په زرمله کی ډيرلوې زيارت ده،روحانی صاحب نوميږی٠دظاهرشاه او داؤد په زمانه کی به اوړي کی به کال کی يؤ ځل ميله ورباندي جوړيده٠ډير خلک به ورته راتلل دنورو ځايو څخه هم٠دالته به درۍ ورځ دملايانو واکداري وه٠چابه چی څه ختا وکړه،نو که به یي بريت يا ږيره لرله،نو يوه خوا به يی ورباندی خريئل٠که دغه دوه شيان نه لرل نو په خره به یي سپرول٠ دغه سزاوه٠نو دلته دملايانو درۍ ورځی حکومت وه٠را به اصلي کيسي ته٠کله چي جنګ بنا سو،روسان راغلل يوه ورځ دروحانی صاحب په ګومبزه دروسانو يوه ګولۍولګيده٠مجاهيدينو سمد لاسه جلسه کړه،چی څرنګه په روحانی صاحب ګولۍ ولګيده؟يوه مجاهيدپه جلسه داسی وويل٠که چيری روحانی صاحب رښتيا زورورواې،نوولي هغه دتوب له ګولۍ څخه ځان نه شواې بچولاې؟ګرانه وروکيه ،چی زموږ روحانی صاحب چې له پيړويو پيړيو ولي ده،ځان ونه ښوراوه٠دستا څڼيورخو ولله کا حيڅ کړيوي ٠په درناوي ٨/٩/٢٠٠٩ امريکا٠

ټولې تبصرې

ستاسو تبصره


لطفاً لاندې افغانستان په انګليسي تورو وليکئ.